پاکستان ته د هند لوبډلې سفر به نه يوازې د پاکستان کرکټ ته بلکې نړيوال کرکټ ته به هم ستر خبر او پرمختګ وي.

د کرکټ نړيوالې شورا يو ستر ټورنمنټ چمپينز ټرافي چې د پاکستان په کوربه توب پلان شوې، لا تراوسه په کې د هند ګډون نامعلوم دی، ځکه خو يې مهالوېش هم نه دی اعلان شوی.

راتلونکي ۲۰۲۵ کال چمپينز ټرافۍ کې چې په لومړي ځل ورته افغانستان هم لاره پيداکړې، اته لوبډلې په کې ګډون لري، افغانستان، پاکستان، هند، سويلي افريقا، بنګله دېش، انګلينډ، اسټراليا او نيوزيلينډ لوبډلې دي.

پاکستان کرکټ بورډ دغه ستر ايونټ ته په خپلو لوبغالو او چمتوالي ميلونونه ډالر مصرف وکړ، ترڅ و دا ځل دغه ستر فرصت له لاسه ورنه کړي او له اوږد ځنډ وروسته د کرکټ نړيوالې شورا يو غټ ټورنمنټ په دغه هيوادکې ترسره شي.

د هند کرکټ بورډ وايي چې پاکستان ته د دوی لوبډلې د سفر په تړاو به د دوی حکومت پريکړه کوي، د هند حکومت پاکستان ته د ملي لوبډلې نه ليږلو دليل په دغه هيواد کې ناامني بللې ده، خو د پاکستان کرکټ بورډ بیا له بيلابيلو لارو چارو  کار اخلي څو هند دې ته راضي کړي، چې خپله لوبډله پاکستان ته وليږي.

د پاکستان ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي وسيم اکرم له هند څخه غوښتې، چې چمپينز ټرافۍ ته خپله لوبډله وليږي.
وسیم اکرم باوري دی، که هند لوبډله د راتلونکي کال په فبرورۍ مياشت کي د چمپینز ټراپي لپاره پاکستان ته سفر وکړي، نو دا به د پاکستان کرکټ او په ټوله کې نړيوال کرکټ لپاره ستر خبر او پرمختګ وي.

وسيم په ټینګار سره ويلي چې د هند لوبغاړي به په پاکستان کې ډير زيات مينه وال وګوري، د هند کرکټ لوبغاړي لکه ويراټ، روهيت، سوريا کمار او هارديک پانډيا په پاکستان کي زيات شمېر ځوان مينه وال لري.

دا په داسې حال کې ده چې د کرکټ نړيوالې شورا د ۲۰۲۵ کال چمپينز ټرافۍ کوربتوب پاکستان ته ورکړی، کوم چې په پام کې ده د راتلونکي کال د فبرورۍ مياشتي له ۱۹مې تر د مارچ ۹مې ترسره شي، پاکستان کرکټ بورډ غواړي د هند ټولې لوبې په لاهور کي پلان کړي او هندي مينه والو ته يې د ۱۷۰۰۰ وېزو ورکولو ژمنه هم کړې ده.

هندۍ لوبډلی په وروستي ځل په کال ۲۰۰۸ کې پاکستان ته سفر کړی وو.