په ګيانا کې په راتلونکې مياشت کې د ګلوبل سوپر ليګ په نوم نوی ليګ پيليږي، چې د نړۍ د بيلابيلو هيوادونو له سوداګریزو ليګونو به په کې پنځه لوبډلې ګډون ولري.
ګلوبل ليګ چې له ويسټ انډيز کرېکټ بورډ سره په همغږۍ په ګيانا کې په لاره اچول شوی د راتلونکې نومبر مياشتي په ۲۶مه نيټه به د پاکستان سوپر ليګ د لوبډلې لاهور قلندرز او کربين پريميرليګ ليګ لوبډلې ګيانا امازون وريرز ترمنځ په لوبې سره پيل شي.

په دغه ليګ کې د کوربه ګيانا امازون وريرز ترڅنګ د انګلينډ ويټالټي بلاسټ همپشاير لوبډله، د پاکستان سوپر ليګ لاهور قلندرز لوبډله، د بنګله دېش پريميرليګ رانګاپور رايډرز لوبډله او له اسټراليا څخه ويکټوريا لوبډله ګډون لري.
د دغه پنځو لوبډلو ترمنځ به ټولې يوولس لوبې ترسره شي چې د نومرو په جدول کې دوه د سر لوبډلې به د دغه ليګ پايلوبه ترسره کوي او د اتلولۍ ګټوونکې لوبډلې ته به يو ميليون ډالر جایزه ورکول کيږي.

د يادولو ده چې په دغه لیګ کې د ګډونوالو لوبډلو سره افغان لوبغاړي هم شته او ښایي د دغه ليګ برخه شي.