افغانستان د جمعې په ورځ د هراړخيزې کارکردګۍ وروسته سويلي افريقا ته په دوهمه يوورځنۍ لوبه کې ستره ماتې ورکړه او په لومړي ځل يې د دغه هيواد په وړاندې سيريز کې اتلولي خپله کړه.
افغانستان په ترسره شویو دواړو لوبو کې په مخالفه سويلي افريقا په هره برخه کې حاکم و او په ستر توپیر يې برياوي خپلې کړي.
نن يوځل بیا په شارجه لوبغالي کې افغان اتلان د سويلي افريقا په وړاندې د سيريز وروستۍ يوورځنۍ لوبه ترسره کوي چې به پکې سويلي افريقا هڅه کوي ترڅو سيريز په بريا سره پای ته ورسوي او وايټ واش (۳-۰) له ماتې ځان وژغوري، خو افغان لوبډله به بيا هڅه کوي چې په دغه تاريخي سيريز کې پياوړې سويلي افريقا ۳-۰ له ماتې سره مخامخ کړي.
همدارنګه په دوهمه يوورځنۍ لوبه کې د سويلي افريقا په وړاندې د افغان لوبډلې ځيني لوبغاړي ټپيان شو او معلومه نه ده چې نن لوبې ته به چمتو وي يا نه؟
ويل کيږي ګلبدين نايب، راشد خان او رحمت شاه ټپيان دي نو مناسبه ده چې دغو لوبغاړو ته آرام ورکولی شي او پرځای يې ځيني نويو لوبغاړو ته موقع ورکول شي، ځکه افغانستان په راتلونکې کې ډيرې لوبې لري، نو نه ده پکار چې دغه کليدي لوبغاړي يې خدای مه کړه نور هم خراب شي، بلخوا سيريز له وړاندې افغانستان پخپل نوم کړی او په لوبډله به دومره فشار نه وي، نو پکار ده چې په سکواډ کې شامل نور لوبغاړي هم وازمايل شي.
درویش رسولي، عبدالمالک، نويد ځدران، فريد ملک او بلال سميع هغه لوبغاړي دي چې د سويلي افريقا په وړاندې د دریو يوورځنيو لوبو سيريز لپاره د افغانستان د سکواډ برخه دي خو د لوبيدو موقع نه ده ورغلي.
Leave a Reply